IQNA

په افغانستان کې واورو او ورښتونو  لسګونو کسان  قرباني کړل

15:42 - February 19, 2024
د خبر لمبر: 3488746
ایکنا- د افغانستان د نورستان ولایت د فوايد عامې مشر مولوي محمد نبي عادل وايي، چې د  ورښت او واورو له امله د کونړ-نورستان لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

 د افغانستان په بامیان، دایکندي، نورستان او کنړ ولایتونو کې د طالبانو  سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د سختو ورښتونو او واورو له امله د دغو ولایتونو د یو شمېر ولسوالیو لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي، وئیل کیږي  چې په ځينو سیمو کې ئې لسګونو کسانو ته  مرګ ژوبلې اړولي دي.

په راپور کې وئيل شوي دي ،  د باران او واورو له امله د بامیان او دایکندي ولایتونو د ځینو ولسوالیو لارې تړل شوې دي.

د چارواکو په وینا، د قوناق، شاتو، ابګل کرمان، خدیر کوتل او د ګتي او کجران ولسوالیو لارې، د بامیان – یکاولنګ او یکاولنګ نمبر ۱ او پنجاب لارې لا هم د ترافیکو پر مخ تړلې دي.

بل خوا د نورستان د فوايد عامې رييس مولوي محمد نبي عادل وايي، چې د اورښت او واورو له امله د کونړ-نورستان لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

د هغه په ​​وينا، د دې لويې لارې د بيا پرانيستلو لپاره هڅې پيل شوې دي.

تر دې مخکې د فواید عامې وزارت چارواکو د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې وه.

   په دې اړه له ننګرهاره د تهران ریډیو د خبریال   لیږل شوی  یو غږیز راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i146418

 

 

captcha